دهلمند بولان مرکزي قوریه کې د ګلابو قلمې کښېنول شوې
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د زینتي نیالانو د کرنې په دوام، د طبیعي سرچینو آمریت اړوند بولان مرکزي قوریه کې دا ځل د ګلابو قلمې کښېنول شوې.
دیادې کرنې په لړ کې د ګل ګلابو ١٠ زره اصله قلمې د مسلکي کارکوونکو لخوا روزل کېږي، چې راتلونکي کې به په اصولي توګه د هلمندوالو په واک کې ورکړل شي.
دیادولو وړ ده، چې بولان مرکزي قوریه کې زرګونه مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي تر روزنې لاندې دي، چې د موسم سره سم به د ځانګړې کړنلارې له مخې پر هلمندوالو ووېشل شي.