دهلمند ولایت بولان مرکزي قوریه کې د مېوه لرونکو نیالګیو زڼي وکرل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۱:۲۱
دهلمند ولایت بولان مرکزي قوریه کې د مېوه لرونکو نیالګیو زڼي وکرل شوې

۲۸ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د طبیعي منابعو آمریت اړوند بولان مرکزي قوریه کې د مېوه لرونکو نیالګیو زڼې کرل شوي دي. 
دیادې کرنې په لړ کې د زردالو  ۱۱۰کیلوګرامه زڼې په ۴ جریبه ځمکه  کې د فني او مسلکي کارکوونکو لخوا روزل کېږي چې راتلونکي کې به باکیفیته اصلاح شوي نیالګي ورڅخه په لاس راشي.
دهلمند ولایت کرنې ریاست هڅه کوي، چې د هلمندي بزګرو لپاره د اصلاح شویو تخمونو د روزلو ترڅنګ د ارزښت لرونکو مېوه یي نیالګیو په اصلاح او ترویج هم کار وکړي ترڅو د بزګرو په اقتصادي وضعیت کې بهبود او نوښت رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۲:۵۱
Background image

د کندهار نېش کې ۷۵ تنه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د «ان.آر.سي» مؤسسې په تخنیکي همکاري او د نېش ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۰:۳۴
Background image

شنې خونې د کندهار د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا په پار نوی فرصت؛ ۱۰۰ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یو.ان.ډي.پي»په مالي ملاتړ، د کندهار ښار او ۱۲. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۵۱
Background image

د میدان وردګو په دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په دوو ولسوالیو جغتو او سید آباد کې د همکارو مؤسسو. . .

بازگشت