پر بزګرانو د سویابینو تخم د وېش څرنګوالي په پار غونډه دائره شوه

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۹:۱۱
پر بزګرانو د سویابینو تخم د وېش څرنګوالي په پار غونډه دائره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د مرستیال نجیب الله امیرزي او د سویابینو تخم چمتو کوونکو شرکتونو د استازو په حضور کې غونډه دائره شوه.
دغه غونډه چې د هېواد کروندګرو لپاره د سویابینو د تخمونو چمتو کولو د څرنګوالي د څېړنې په موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې جوړه شوې وه، په کې د سویابینو باکیفیت او معیاري تخمونو د چمتو کولو او د هېواد کروندګرو ته د اړتیا وړ اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې اترې وشوې.
سویابین یو له هغو نباتاتو څخه دی، چې خورا لوړ خوراکي ارزښت لري، چې د هېواد ډېری بزګران یې په کښت بوخت دي.

جلسه به منظور بررسی چگونگی توزیع تخم سویابین برای دهقانان برگزار شد 

جلسه‌ای به رهبری مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور نجیب الله امیرزی معاون سازمان خوارک و زراعت ملل متحد در افغانستان و نماینده گان شرکت‌های تهیه کننده تخم سویابین برگزار شد.
این جلسه که در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور بررسی چگونگی تهیه تخم سویابین برای دهقانان کشور برگزار شده بود در آن پیرامون چگونگی تهیه تخم سویابین با کیفیت و معیاری و سهولت‌های لازم جهت رسانده آن به دسترس دهاقین کشور به بحث گرفته شد.
سویابین از جمله نباتات با ارزش غدایی بلند می باشد که دهقانا زیادی در کشور مصروف کشت و پرورش آن می باشند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت