پکتیا کې د ځنګلونو او وحشي ژویو ساتنې په پار هڅې

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۱۴:۴۹
پکتیا کې د ځنګلونو او وحشي ژویو ساتنې په پار هڅې


۲۵ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوی چې د پکتیا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعې سرچینو آمر عبدالباقي مهاجر او د جیودیزي انجینري او ملي علامه ګزاري عمومي مدیر انجینر شریف الله ځلاند يې ملتیا کوله ددې ولایت له یوشمېر اوسیدونکو سره د ځنګلونو او وحشي ژویو د ساتنې په پار د کتنې ترڅنک د پکتیا ولایت اړونده ځینو پروژو څخه هم لیدنه ترسر کړه.
یاد پلاوي په میرزکې ولسوالي کې په شاه او خوا سل جریبه ځمکه د جلعوزیو له کرنې او بیا نهال څخه لیدنه وکړه او اړونده اوسېدونکو ته یې د یادې ولسوالی د ولسوال په شتون کې  د ترسره شوې  پروژې د ښې ساتنې په پار یو شمېر لازمې سپارښتنې وکړې.
او همدارنګه نوموړي پلاوي د  ځاځي اریوب ولسوالی انګړ کې د یادې ولسوالی د ولسوال  او اړونده رسمي کارکوونکو په شتون کې د بېلابېلو کلیو له اوسیدونکو سره ولیدل چې په دې لیدنه کې  د سیمې خلکو ته د ځنګل، او وحشي ژویو د ساتنې اړونده ځنې لارښوونې او سپارښتنې وشوې او د دې ترڅنګ په یاده ولسوالی مڼدهېر پارک کې د ودانیزو پروژو د بشپړشویو او  نا بشپړشویو برخو د روانو ودانیزو چارو څخه  لیدنه او نظارت ترسره کړل  چې اړونده قراردادي ته د پاتې کارونو د ښه ترسره کېدنې په پار ځینې لازمې وشوې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت