دهلمند دوو ولسوالیو کې د لسګونه جریبه ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۱۲:۲
دهلمند دوو ولسوالیو کې د لسګونه جریبه ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

۲۵ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د بهرامچې او خانشین ولسوالیو د کرنیزو خدمتونو مدیریت مسؤلینو له لوري،  په بېلابېلو سیمو کې د امارتي ځمکې د غصب مخه ونیول شوه.  
د بهرامچې ولسوالی په ګڼو سیمو کې یوشمېر غاصبینو غوښتل چې امارتي ځمکه کې غاصبانه تصرفات وکړي او هلته نوې ابادۍ ورغوي چې هممهاله د یادې ولسوالی د کرنې مسوول د اړونده امنیتي حوزې د مسؤلینو په همکارۍ د غاصبینو مخه ونیول او دغصب اثار یې له منځه یوړل شول.
همدارنګه د خانشین ولسوالی په ځینو سیمو کې هم ځایي خلکو غوښتل چې  په امارتي ځمکو کې په خپل سري ډول کورونه جوړ کړي او یا هم په امارتي ځمکو کې کرنه ترسره کړي چې پر وخت یې د کرنې او امنیتي مسؤلینو لخوا مخه ونیول شوه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت