د لغمان قرغه یې کې ۲۰۰ بڼوالو سره مرسته وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۱۰:۱۹
د لغمان قرغه یې کې ۲۰۰ بڼوالو سره مرسته وشوه

۲۵ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ ددې ولایت د قرغه یې ولسوالی ۲۰۰ بڼوالو سره د بڼونو د چارو دښه پرمخ بېولو په پار د اړینو توکو مرسته وکړه.
ددې مرستې په لړ کې پر یادو بڼوالو د ښاخ برۍ قیچې، اره او د درمل شیندلو پمپ وېشل شوي دي.
یادو بڼوالو ته د لغمان دکرنې ریاست او پلي کوونکې پروژې د ټولنیزو کارکوونکو له خوا د لیمو بڼونه جوړ شوي دي، چې په ۱۳ ګروپونو کې تر تنظیم وروسته د یادې پروژې له لارې ورته وخت پر وخت د کارونو د ښه پرمخه بیولو لپاره تخنیکي سلا او مشورې هم ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۲۸
Background image

له کندهاره دوبۍ ته د الوچې صادراتو نوې لړۍ پیل شوه؛ د بزګرانو عواید لوړېدو ته هیله‌مندي

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د یوه خصوصي شرکت په مالي ملاتړ له کندهار څخه د لومړي ځل لپاره متحده عربي اماراتو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۲۴
Background image

پکتیا کې یوشمېر بېوزلو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «اکشن اېډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز، زرمت او سیدکرم ولسوالیو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۵
Background image

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پلاوي د کندهار څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» چارواکو د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوهکران او سبو څېړنیزو. . .

بازگشت