د کندهار شورابک کې د اوبولګولو د پروژو چارې پیل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۴ - ۱۵:۲۳
د کندهار شورابک کې د اوبولګولو د پروژو چارې پیل شوې

۲۴ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
دکندهاردکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د شورابک په ولسوالی کې د یوې ویالې د پاک کارۍ چارې چې ۷۰ کیلو متره اوږدوالی لري او دغه راز د دوو استنادي دېوالونو او لسو چکډمونو رغنیزې چارې پیل کړي دي.
د کندهار دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددغو پروژو په پلي کېډو سره  لسګونو کسانو ته د لنډې مودې لپاره د کار زمينه هم برابره شوې، چې موخه یې د سېلابونو مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو پیاوړتیا او د اوبو مدیریت دی.
په همدې حال کې د یادې مؤسسې له خوا ددې ولسوالی ۵۰۰ بزګرانو سره د سبو داصلاح شویو تخمونو مرسته هم شوې ده، چې په کې د ګازرې، کرم، بادرنګ، رومي بانجان، بنډۍ او ګلپي تخمونه شامل دي.
ددې مرستې موخه د بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې ددې ولسوالی کرنیزو محصولاتو زیاتوالی ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۱۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالی کې بزګرانو ته درشقې تخم ووېشل شو

۱۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکې بشري مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د جغتو ولسوالی کې پر ۱۰۰ مستحقو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د پنجوايي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

د پاکستان قاچاقي څارویو په وړاندې د بریالي هڅو په دوام؛ دا ځل د ۷۳ مېښو د قاچاق مخه نیول شوې

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې یو ځل بیا په سپین بولدک ولسوالی کې د ویښو او بیداره مجاهدینو له لوري د ۷۳ سره مېښو د. . .

بازگشت