دهلمند ولایت څېړنیز فارم کې لس بابه شنې خونې فعاله او کرنې ته چمتو شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۱۳:۵
دهلمند ولایت څېړنیز فارم کې لس بابه شنې خونې فعاله او کرنې ته چمتو شوې

۲۳ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د بولان په څېړنیز فارم کې لس بابه شنې خونې فعاله او کرنې ته چمتوشوي دي.
په نوموړیو شنو خونو کې به د څېړنې په موخه بېلابېل موسمي سابه لکه بادرنګ، رومیان، رومي بانجان، بینډۍ او همدارنګه د یو شمېر زینتي بوټو قلمې وکرل شي.
د یادو شنو خونو له لارې به ګڼو عامو بزګرو او ځمکوالو ته عامه پوهاوی او زده کړې هم ورکړل شي، ترڅو دوی وهڅېږي، چې په خپلو ځمکو کې شنې خونې ورغوي او په لږو مصارفو زیات عواید لاسته راوړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت