دکرنې میکانیزه کولو په پار د ننګرهار کانال شرکت ماشینرۍ فعالېږي

user-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۸:۵۱
د ننګرهار د کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوندو فارمونو کې د کرنې د میکانیزه کېدو په پار د یاد شرکت اړوند ماشینرۍ فعالېږي

د ننګرهار د کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوندو فارمونو کې د کرنې د میکانیزه کېدو په پار د یاد شرکت اړوند ماشینرۍ فعالېږي.
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم ددې شرکت د ترانسپورت مدیریت څخه د لیدنې پرمهال وویل، چې د کانال له شته ماشیونو څخه په ګټې اخیستنې سره به ددغه شرکت په فارمونو کې د کرنې چارې میکانیزه او ورسره به د یادو فارمونو د کرنیزو محصولاتو کچه هم لوړ شي.
د ننګرهار دکانال شرکت رییس وویل، چې یاد شرکت ۲۷ عرادې لوی او واړه وسایط ترمیموي.
د چارواکو په خبره د ننګرهار کانال شرکت څلور عرادې نوې ماشینونه، ۱۷ عرادې فعال ټراکټورونه، او یوشمېر نور وسایط او ترڅنګ یې ۲۳ پایې ډول ډول دستګاوې او بېلابېل د خرادۍ برمې او یوشمېر نور توکي لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت