د کرنې وزارت د بودیجې د طرحې چمتوکولو د داخلي کمیټې درېیمه غونډه دائره شوه

user-admin
جمعه ۱۴۰۲/۱۰/۲۲ - ۹:۵۰
د کرنې وزارت د بودیجې د طرحې چمتوکولو د داخلي کمیټې درېیمه غونډه دائره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ۱۴۰۳ مالي کال د بودیجې د طرحې چمتوکولو د داخلي کمیټې درېیمه غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاء الدین واقف په مشرۍ ددې وزارت د سکټوري چارواکو او رییسانو په شتون کې دائره شوه.
 په دې غونډه کې د دغې کمېټې مشر مولوي ضیاء الدین واقف د عادي او پراختیايي بودیجې او دغه راز د کرنې وزارت د عوایدو د طرحې په اړه له ګډونوالو سره لنډ معلومات شریک کړل.
دغه راز په دې غونډه کې د وزارت د روانو پروژو د وړاندیز شوي پراختیایي بودیجې، هغه پروژې چې په دې وروستيو کې د پلان او پاليسۍ رياست له خوا د ماليې وزارت د پلان او پاليسۍ مرستيالۍ ته استول شوې او د عوایدو هغه طرحه، چې د مالي او حسابي ریاست د عوایدو آمریت له خوا د مالیې وزارت د غیرمالیاتې بودیجې ریاست په همکارۍ جوړ او وروستۍ شوې ده، خبرې اترې او د نظرونو تبادله وشوه.
په دې غونډه کې د هغو پروژو د برخلیک د معلومولو په اړه چې په دې وروستیو کې یې کانسپټ نوټونه د مالیې وزارت د پالیسۍ ریاست ته استول شوي، د کرنې وزارت د سکتوري ریاستونو د روانو او نویو پروژو او د معینیتونو د بودیجې د فاعیې ترتیب، دکرنې وزارت د اټکل شویو عوایدو د ترلاسه کولو وخت او ددې وزارت نویو پروژو لپاره د ځانګړې کود پر ایجادولو لازمې پرېکړې وشوې.

سومین جلسه کمیته داخلی ترتیب طرح  بودجه وزارت زراعت دایر شد

سومین جلسه کمیته داخلی ترتیب طرح بودجه  سال ۱۴۰۳ وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به سرپرستی مولوی ضیاءالدین واقف رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور روئسای و مسوولان سکتوری این وزارت برگزار شد.
در این جلسه راجع به بودجه عادی و انکشافی و همچنان طرح عوایدی وزارت زراعت از سوی مولوی ضیاء الدین واقف رئیس کمیته معلومات مختصر با اشتراک کننده گان شریک ساخته شد.
همچنان در جلسه متذکره راجع به بودجه انکشافی پیشنهاد شده پروژه‌های جاری وزارت، پروژه های‌که جدیداً توسط ریاست پلان و پالیسی به معینیت پلان و پالیسی وزارت مالیه ارسال شده و طرح عوایدی که توسط امریت عواید ریاست مالی و حسابی به همکاری ریاست بودجه غیر مالیاتی وزارت مالیه ترتیب و نهایی گردیده است بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
در این جلسه پیرامون معلوم نمودن سرنوشت پروژه‌های‌که جدیداً کانسیپت نوت آنها به معینیت پالیسی وزارت مالیه ارسال شده، ترتیب دفاعیه بودیجه معینیت‌ها و پروژهای جاری و جدید ریاست‌های سکتوری وزارت زراعت، در نظر گیری زمان تحصیل عواید پیشبینی شده وزارت زراعت و ایجاد کود مشخص جهت پروژهای جدید این وزارت تصامیم لازم اتخاذ گردید.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۱۵
Background image

لغمان کې یوشمېر شنوخونو لرونکو ته د نباتي درملو شیندلو پمپونو مرسته ووېشل شوه

۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پراختیایي بودیجې له لارې، د ۳۱۴ زره او ۸۰۰ افغانیو په ارزښت ۲۰ شنوخونو لرونکو ته د ۲۰ لیتره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۱۳
Background image

لغمان کې د یوې پروژې له لارې ۲۷۰ جریبه جبه‌زاره ځمکه د نباتاتو د هر ډول کر لپاره اصلاح کېږي

۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بودیجې له لارې د لغمان د کرنې ریاست اړوند د ځمکو د زهکشۍ پروژه، چې ټول ارزښت یې ۶۲۲ زره افغانۍ ده،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۱:۲۱
Background image

له کندهاره تر قطره؛ د کرنیزو صادراتو نوې دروازه پرانیستل شوه

۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې په همغږۍ او د یوه خصوصي شرکت په مالي ملاتړ، قطر هېواد. . .

بازگشت