هلمند کې د اصلاح شویو تخمونو د تولید په پار هڅې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۰ - ۱۱:۳۱
هلمند کې د اصلاح شویو تخمونو د تولید په پار هڅې

۲۰ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۸ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د سوېل لویدیځ زون د اصلاح شویو تخمونو د تصدیق ورکولو امریت د مسلکي کارکوونکو په مټ، د پسرلنیو نباتاتو بنیادي او تصدیقي تخمونو نمونې د تجزیې په موخه لابراتوار ته وړاندې شول. 
په یادو تخمونو کې د جوارو، پنبې او  بینډیو نږدې ٢.٩٢ متریک ټنه تخمونه شامل دي، چې د لابراتواري تجزیې څخه وروسته، د مثبتو پایلو د لرلو په صورت کې به ورته د کرلو او رواجولو په موخه تصدیق ورکړل شي.
دهلمند ولایت د کرنې ریاست هلې ځلې کوي، ترڅو د تخمونو د اصلاح، رواجولو او ډېرولو برخه کې خپلې هڅې لا زیاتې کړي ترڅو بزګر د باکیفیته تخمونو له لارې لوړ حاصلات ترلاسه کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت