د کرنې وزیر له یو شمېر کڼو سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۰ - ۹:۵۵
د کرنې وزیر له یو شمېر کڼو سره وکتل

۱۹ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د هېواد له بېلابېلو زونونو څخه د کرنې وزارت ته د کاڼو خلکو د استازي په توګه له راغلو یو شمېر کڼو سره وکتل.
په دې کتنه کې دغو کڼو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له وزیر څخه وغوښتل، چې دوی ته دې د کرنې په برخه کې د روزنې او کار زمینه برابره کړي، دوی د کاڼه کسانو پر وړتیاوو د ټینګار په ترڅ کې وویل: "کاڼه کولای شي په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د کرنې او مالدارۍ په برخه کې کار وکړي او د ټولنې فعال غړي پاتې شي."
په همدې حال کې د کرنې وزیر د یادو کڼو د ستونزو او غوښتنو له اورېدو وروسته هغوی ته د کرنې وزارت له لوري د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

وزیر زراعت با شماری از ناشنوایان دیدار کرد
۱۹ جدی ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با شماری از ناشنوایان که به نماینده از ناشنوایان در زون‌های مختلف کشور  به وزارت زراعت آمده بودند دیدار کرد.
 در این دیدار این ناشنوایان از وزیر زراعت، آبیاری و مالداری خواسته اند تا زمینه آموزش و کار در سکتور زراعت برای ایشان مهیا شود آن‌ها با تاکید بر توان‌مندی ناشنوایان گفتند: ناشنوایان می‌توانند در بخش‌های مختلف به ویژه زراعت و مالداری کار کنند و جز فعال جامعه باشند.
در همین حال وزیر زراعت پس از استماع چالش ها و مشکلات ناشنوایان اطمینان هرنوع همکاری را از سوی وزارت زراعت برایشان سپرد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۴۷
Background image

ننګرهار کې د استملاک او بیا مېشتېدنې څانګه پرانیستل شوه؛ د سرپناه ستونزو حل ته نوی ګام

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې ریاست کې په یوې رسمي غونډه کې د استملاک او بیا مېشتېدنې اړوند نوې څانګه پرانیستل شوه. په دې غونډه کې د کرنې وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۴۶
Background image

پکتیکا کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسؤلینو له لوري داځل د سروضې ولسوالی اړوند د سلطانو کلي په مسیر کې د لرګیو د غیر قانوني. . .

بازگشت