لغمان کې د وحشي ژویو او خوندي شویو سیمو ساتنې په پار هلې ځلې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۹ - ۱۰:۱
لغمان کې د وحشي ژویو او خوندي شویو سیمو ساتنې په پار هلې ځلې

۱۹ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د وحشي ژویو او خوندي شویو سیمو ساتنې په پار د هلو ځلو په ترڅ کې ددې ولایت د دولت شاه ولسوالی ګډیالي سیمې څخه د لیدنې په ترڅ کې د یادې سیمې د ساتنې په پار اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په خبره د دولت شاه ولسوالی د ګډیالي سیمه د ساتل شویو سیمو په ډله کې ده، چې په کې پراخ ځنګلونه، د جلغوزیو ونې، طبیعي ښکلا او سیاحت لپاره مناسب چاپېریال لري.
ددې لیدنې په ترڅ کې د ګډیالې سیمې له ولسونو سره د ناستې پر مهال د ساتل شویو سیمو په اهمیت، ساتنه، دځنګلونو د پرېکېدو مخنوی، د وحشي ژویو او  د ځنګلونو د اهمیت او ارزښت په اړه خبرې اترې وشوې.
  ددې ناستې په ترڅ کې دغه راز د ګډیالې سیمي قومي مشرانو  یو شمېر ستونزې او غوښتنې د لغمان دکرنې ریاست له پلاوي سره شریکې کړې.قومي مشرانو وویل: « موږ ځنګل ساتنې له پاره قومي تړون لرو، او همدې تړون لا ښه عملي کولو له پاره لس نفره ناغګیران ټاکل شوي دي. چې د یاد ځنګل سمه ساتنه به کوي او هیچا ته به ددې اجازه نه ورکوي چې ځنګل پرې کړي.»

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت