هلمند کې د غنمو اصلاح شویو تخمونو له کروندو څخه لیدنه او ارزونه وشوه
۱۸ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۲۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، دسوېل لویدیځ زون د اصلاح شویو تخمونو د تصدیق ورکولو آمریت مسلکي کارکوونکو د اصلاح شویو تخمونو له هغو کروندو څخه لیدنه او ارزونه وکړه چې د مورني، هستوي او بنیادي تخمونو د تولید په موخه کرل شوي دي.
د یادې لیدنې او او ارزونې په ترڅ کې د ښو او موثرو تخمونو لاسته راوړلو په موخه اړونده کرونده ګرو ته لازمې لارښؤنې او مشورې ورکړل شوې.
دغه لیدنې او ارزونې د کرنې له پیل څخه بیا د حاصلاتو تر اخیستلو پورې دوام لري تر څو د سوېل لویدیځ زون په کچه له ناروغیو پاک او باکیفیته تخمونه تولید او له تصدیق ورکولو وروسته به بزګرو ته په واک کې ورکړل شي.
د یادونې وړ ده چې سږکال د هلمند ولایت کرنې ریاست دزون په کچه دو څېړنیزو فارمونو، د خصوصي سکټور د اصلاح شویو تخمونو تصدیو، لسو خصوصي شرکتونو او قراردادي بزګرانو ته د غنمو بېلابېل صنفونه (هستوي مورني او بنیادي تخمونه) چې ټوله اندازه یې ۲۰۸۴۳۸ کیلوګرامه کېږي د کرنې په موخه په واک کې ورکړي دي چې یاد تخمونه په ۸۳۴۱ جریبه ځمکه باندی کرل شوي دي.