د هلمند ګرمسېر کې حیواني کلینیک فعال شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۸ - ۱۴:۲
د هلمند ګرمسېر کې حیواني کلینیک فعال شو

۱۸ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګرمسېر ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت له لوري یو باب حیواني کلینیک چې غیر فعال وو، فعال او د حیواني خدماتو چارې پکې پیل شوې.
په یاد حیواني کلینک کې یو تن حیواني روغتیا پال ته دنده وسپارل شوه ترڅو د یادې ولسوالی د مالدارانو او کوچیانو د مالونو د ناروغیو د تشخیص او درملنې په موخه صحي خدمتونه وړاندې کړي ترڅو په دې برخه کې د سیمې د ځایي مالدارانو او کوچیانو مشکلاتو ته پر وخت رسېدنه وشي.
دهلمند ولایت د کرنې ریاست هڅه کوي تر څو د نورو کرنیزو برخو ترڅنګ په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ته هم وده او پراختیا ورکړي، چې تر دې مهاله په یاده برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت