د هلمند دوو ولسوالیو کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۸ - ۱۰:۴۲
د هلمند دوو ولسوالیو کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

۱۸ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی د کمپاین په دوام، د مارجې او نادعلي په ولسوالیو کې په امارتي ځمکو کې د نوو خپلسرو تصرفاتو مخه ونیول شوه.
د هلمند دکرنې ریاست د چارواکو په خبره د هلمند د مارجې او نادعلي ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د اړونده امنیتي چارواکو په همکارۍ د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه او غاصبین یې عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې په یادو ولسوالیو کې تر دې وړاندې هم د امارتي ځمکو د غصب مخه نیول شوې ده، چې دغه پروسه به په ټولو سیمو کې د اړونده مسؤلینو سره په بشپړه همغږۍ په دوامداره توګه ادامه ولري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت