د کندهار معروف کې پر سلګونه کاریګرو د کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشل شوې
۱۶ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه.ق
دکندهار ولایت په معروف ولسوالی کې هغه سلګونه کاریګرو ته، چې په بېلابېلو کرنیزو پروژو کې په کار بوخت دي نغدې پیسې ورکول کېږي.
یادې پروژې د کندهار ولایت د معروف ولسوالی د کرنې مدیریت تر څار لاندې په بېلابېلو سیمو کې پلي شوي دي، چې په ترڅ کې یې ۳۵۰۰ کسانو ته دکار زمینه برابره شوې وه.
ددغو پروژو د پلي کولو موخه د اوبو د ضایعاتو مخنیوی، د بزګرانو کروندو ته پروخت د اوبو رسول، خلکو ته د کار زمینه برابرول او په ټوله کې د اوبو مدیریت دی.