د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال دصدرا سلما پستې شرکت له چاواکو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۹:۳۷
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال دصدرا سلما پستې شرکت له چاواکو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د صدرا سلما پستې شرکت له رییس میرویس زماني او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې د ياد شرکت رییس د کرنې او مالدارۍ مرستیال ته د ياد شرکت د فعاليتونو د پراختيا په اړه معلومات ورکړل او په رسمي پروسو کې يې د همکارۍ غوښتنه وکړه. 
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د دغه شرکت له لیوالتیا څخه مننه او قدرداني وکړه او اړوندو اداراتو ته یې لارښوونه وکړه، چې د دغه شرکت د کار د اسانتیا په موخه دې ورسره همکاري وکړي.
د يادونې وړ ده، چې ياد  شرکت له تېرو ٤٠ کلونو راهيسې په لوېديځو ولايتونو کې د پستې د پروسس په برخه کې فعاليت کوي.

ملاقات معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با  مسوولان شرکت پسته صدرا سلما
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با میرویس زمانی رئیس شرکت پسته صدرا سلما و هیئت همراهش ملاقات کرد.
 در این دیدار رئیس شرکت نامبرده از توسعه فعالیت‌های این شرکت به معین زراعت و مالداری خبر داده و خواستار  همکاری در روندکارهای رسمی شد. 
معین زراعت و مالداری وزارت زراعت از علاقه‌مندی این شرکت اظهار تقدیر و سپاسگزاری نموده به شعبات مربوطه هدایت داد که برای فراهم‌سازی سهولت‌ها در کارهای این شرکت همکاری نمایند.
قابل ذکر است شرکت نامبرده بیش از ۴۰ سال می‌شود که در بخش پروسس پسته در ولایت‌های زون غرب فعالیت می‌کند

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت