دپکتیا دکرنې په ریاست کې سکټوري غونډه دائره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۲:۲۰
دپکتیا دکرنې په ریاست کې سکټوري غونډه دائره شوه

۱۴ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د سکټوري اداراتو په ګډون د ټولو هغو مؤسساتو چې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې کار کوي د استازو په ګډون سکټوري غونډه دائره شوه.
دغه غونډه د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي عبدالروف سعيد په مشرۍ ترسر ه شوه، چې پکې د اقتصاد رياست رییس مولوي محمد انور راشد، د ولایت مقام استازی،  د کرنې رياست آمرينو او د  پاملرنې، د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې، اې.ډبلیو.اس.ډي.سي، آر.آر.ډي،  د افغانستان لپاره د هالند کمیټه او د  اړیکو دفتر  پروژو مسؤلينو پکې ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د پکتیا دکرنې رییس الحاج مولوی عبدالروف سعید د همکارو برنامو د تېرو کړنو د راپورونو او راتلونکو پلانونو له اوريدنې وروسته د همکارو برنامو له مسولينو وغوښتل، چې کرنې او مالدارۍ په برخه کې د مرستو جلبولو هڅه وکړي، همدا راز ښاغلي سعيد زياته کړه چې خپلې راتلونکې پروژې د سکتوري رياستونو سره په همغږۍ په لوړ کيفيت سرته ورسوي.
ورپسې د همکارو برنامو مسولينو په خپل وار سره د خپلو ترسره شويو کړنو مفصل راپور وړاندې کړ او خپل راتلونکي پلانونه يې د غونډې له ګډونوالو سره هم شريک کړل.
د غونډې په پای کې ښاغلي سعید د همکارو برنامو مسئولينو ته د پروژو د ښه تطبیق او ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې هم وکړې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۴۷
Background image

د قاچاقي څارویو پر وړاندې هلې ځلې، دا ځل د ۶۸ سره مېښو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د مالدارۍ آمریت د معلومات له مخي، د سپین بولدک ولسوالی پر ډیورنډ فرضي کرښه د ویښو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۴۴
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ د ارغستان سردرې چکډېم د اوبو زیرمې پیاوړې کړې او د خلکو ستونزې یې راکمې کړې

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د قدرتي سرچینو آمریت انجنیرانو او د کرنې وزارت مسلکي پلاوي د ارغستان ولسوالی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۴۱
Background image

دهلمند ولایت بولان انارباغ د نیالګیو روزنځای کې د زردالو تخمونه وکرل شول

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د قدرتي سرچینو آمریت له لوري، د بولان د انارباغ نیالګیو روزلو قوریه کې د زردالو. . .

بازگشت