د هلمند سنګین کې سلګونو کورنیو ته د کار زمینه برابره شوې 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۱۲:۳۰
د هلمند سنګین کې سلګونو کورنیو ته د کار زمینه برابره شوې 

۱۱ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۹ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو ، د جک مؤسسې، د خوړو او کرنې نړیوال ادارې په تخنیکي او د نړیوال بانک په مالي همکارۍ، د سنګین په ولسوالی کې سلګونو کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوې وه چې دامهال نږدې ١٣٧٦ تنو ته نغدې پیسې وویشل شوې.
په یاده پروسه کې ځایي اوسیدونکو ته د  روزمزدو کاریګرو په توګه په دریوو برخو کې د کار زمینه برابره شوې وه، چې یادو کارګرانو ته د کار په مقابل کې هر کس ته د ٢٠ ورځو په لړ کې د ١٠٠ ډالرو معادل نغدې افغانۍ ورکړل شوې.
د یادې پروسې په لړ کې د اوبو چیکډیمونه، د اوبو ګبینونه،  پلچکونه او د اوبو ګورې په  اساسي ډول رغول شوي دي، چې د رغولو لګښت یې پورته نهادونو ورکړي دي.
دهلمند ولایت د کرنې ریاست هڅه کوي ترڅو په دې ولایت کې د اوبو مدیریت، د بزګرو لپاره د اسانتیاو برابرولو او خلکو ته د کارونو د برابرولو برخه کې لاهم خپلو هڅو ته دوام ورکړي، ترڅو ددې ولایت په کرنیزه برخه کې د پام وړ بهبود او نوښت رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت