ننګرهار کانال شرکت کې د زیتونو حاصلاتو زیاتوالي په پار هڅې
۱۱ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۱۹ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوندو ځمکو کې د زیتونو بڼونه جوړ شوي دي، چې د دغو بڼونو د حاصلاتو زیاتوالی او خوندیتوب په پار هلې ځلې پیل شوي دي.
د دوی په خبره د دغو بڼونو د خوندیتوب او د حاصلاتو زیاتوالي په پار د یادو بڼونو ونې دواپاشي شوي دي، ترڅو له مضره حشراتو څخه خوندي شي او ترڅنګ یې دغو ونو ته د کیمیاوي سرو د ورکړې لړۍ هم پیل شوی دی، چې وسره به ددغو بڼونو حاصلاتو کې به د پام وړ زیاتوالی رامنځته شي.
ننګرهار دهېواد د هغو ولایتونو په ډله کې دی، چې د زیتونو حاصلات په کې ډېر دی او هر کال د دې مېوې د حاصلاتو زیاتوالی په پار هلې ځلې کېږي.