د اراضۍ په برخه کې د ستونزو د حل په پار ننګرهار ته د ځمکو چارو لوی رییس سفر
دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د ځمکوچارو لوی رییس مولوی محمود مظلوم ننګرهار ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد، قضایایې امارت امر، د اراضۍ اړوند امرینواومدیرانو سره د ستونزو حل په موخه ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د اراضۍ امریتونو اړوند ستونزې، لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونو په تړاومعلومات ورکړ.
د ننګرهار دکرنې رییس په ننګرهار کې د غصب مخنیوي، د ۷ غیر رسمي کمپونو سروې، د کدستري نقشو د نوي چاپول، ننګرهار کې د ځمکو عمومي سروې، د کدستري کتابونو نوي چاپول، اجارو او ګڼو نورو موضوعاتو په هکله ستونزې شریکې کړې.
په همدې حال کې د کرنې وزارت د ځمکو چارو لوی رییس مسولینو ته د قانون په چوکاټ کې د کارونو پرمخ وړولو، عدالت تامین، مراجعینو ستونزو ته ژر رسیدنې، فساد مخنیوی او د اصولو د پابندۍ سپارښتنې وکړي.
دغه راز ښاغلي مظلوم یادو چارواکو ته د اراضۍ په برخه کې د شته ستونزو حل په موخه د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.