لغمان کې د ځنګلونو خوندیتوب او پراختیا په پار هڅې

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۰ - ۱۲:۳۲
لغمان کې د ځنګلونو خوندیتوب او پراختیا په پار هڅې


۱۰ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۸ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
 د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په دې ولایت کې د ځنګلونو خوندیتوب او پراختيا په پار هڅې پیل کړي دي.
په همدې موخه د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ ددې ولایت د علیشنګ ولسوالی پر یوشمېر بزګرانو ۹۶ کیلوګرامه د چهارمغزو تخمونه کرل وېشل شوي دي.
ټاکل شوې، چې له دغو تخمونو څخه به څه باندې ۶۷۰۰ نیالګي تولید شي، چې په ترڅ کې به یې ۱۸۸ جریبه د چهارمغزو ځنګلونه جوړ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د لغمان دکرنې ریاست له خوا د ځنګلونو د پرېکېدو د مخنیوي او دځنګلولونو د ساتلو، دځنګلونو د اقتصادي ارزښت او د ځنګولونو د بیا احیا په تړاو خلکو ته لازمې لارښوونې شوي دي او ددې ولایت له خلکو او چارواکو غوښتل شوي، چې د ځنګلونو د ساتنې او پراختيا په برخه کې د لغمان دکرنې ریاست سره مرستې او همکارۍ وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت