د فراه مرکز کې یوشمېر قصابۍ وڅارل شوې
۱۰ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۱۸ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ خدمتونو او څارويو روغتيا امریت مسلکي کارکوونکو لخوا ددې ولایت مرکز فراه ښار کې له یو شمېر قصابیو څخه څارنه او ارزونه ترسره شوه.
د دغې څارنې او ارزونې موخه د خرابو او غیر صحي غوښو د پلور مخنیوی او اړونده قصابانو ته په مناسبه ځآی کې د څارویو د حلالولو توصیه ده.
ددې څارنې په ترڅ کې د فراه دکرنې ادارې مسلکي کارکوونکو لخوا د قصابیو اړوندو هټیوالو ته لازمې سپارښتنې هم وشوې.