دکرنې وزارت مالي او حسابي رییس د ننګرهار دکرنې ادارې مالي او بودیجوي چارې وارزولې

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۰ - ۱۰:۲۱
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوی ضیاءالدین واقف په مشرۍ پلاوی د ننګرهار دکرنې ادارې د بودیجې لګولو څرنګوالي ارزونې او څارنې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوی ضیاءالدین واقف په مشرۍ پلاوی د ننګرهار دکرنې ادارې د بودیجې لګولو څرنګوالي ارزونې او څارنې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ. 
ددې سفر په ترڅ کې دکرنې وزارت  مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف په داسې حال کې، چې د ځمکو  ریاست لوی رییس مولوي محمود مظلوم او د ننګرهار دکرنې رییس مولوي عبدالستار محمد یې ملتیا کوله د ننګرهار کرنې ریاست له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه .
د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف وویل، چې دوی د تورخم قرنطین، چیک ډیمونو، خرما، ستروسو، ګل موتیا او نورو بودیجوي امارتي پروژو څخه څارنه ترسره کړه.
ښاغلې واقف وویل د دوی د راتګ موخه د ننګرهار کرنې ریاست کې د بودیجي مصرف، څارنه په بویجه کې ستونزې، لاسته راوړنې او د راتلونکي مالې کال د بودیجي په تړاو ناسته ترسره کول دي.
د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په ننګرهار کې د بودیجوي پروژو د ښه تطبیق او بودیجې په ښه شکل مصرف سره دننګرهار  دکرنې رییس او کارکوونکو څخه د منني ترڅنګ د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت