د ننګرهار کوټ کې د بزګرانو ټولنې جوړې شوې

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۰ - ۱۰:۱۷
د ننګرهار کوټ کې د بزګرانو ټولنې جوړې شوې

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو نړیوال پروګرام په مالي او د افغانستان د راتلونکي نسلونو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د کوټ ولسوالی په سیداحمد خېلو، سعادتمند، ډواني او خیدرخېلو کلیو کې د بزګرانو ۲۰۰ کسیزه دوه  ټولنې د سیداحمدخېلو او ډوانې په نومونو جوړې کړي.
د ننګرهار د کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې په یادو ټولنو کې ۳۰۰ نارینه او ۱۰۰ میرمني ګډون لري.
د ننګرهار دکرنې رییس دغه راز وویل، چې د افغانستان راتلونکي نسلونو مؤسسه د یادې ټولنې ۵۰ تنو بزګرانو سره د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته هم کړې ده.
دغه راز یادو بزګرانو ته د غنمو کرلو، اوبخور، کرنیزو عملیو، سري ورکونې، کمپوست جوړولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکړل شوې ده. 
دټولنو جوړولو موخه د بزګرانو ترمنځ همغږۍ رامنځته کول، عصري کرنې ترویجول، د بزګرانو هڅول  او د تجروبو شریکول دي .

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت