ننګرهار کې ۹۴ څاروي د زکات مسولینو له لورې راټول شوي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۹ - ۱۳:۵۰
ننګرهار کې ۹۴ څاروي د زکات مسولینو له لورې راټول شوي

۹ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د زکات امریت کارکوونکو له لورې په کوز کونړ او خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۹۴ څاروي راټول شوي او د یوې شفافي بولۍ له لارې به خرڅ او پیسي به یې د امارت په خزانه کې راټول شي.
د ننګرهار دکرنې ریاست د زکات امر مولوي محمد قاسم حماسي وویل د دوی مسولینو له لورې په سره رود، دوربابا، مومندرې، ګوشته، کامه، پچیراګام، لعلپوري،  اچین او دره نور کې د زکات راټولولو لړۍ روانه ده؛ او په نږدې راتلونکي به د دوی راټول شوي اموال هم د شفافي بولۍ له لورې خرڅ او پیسي به یې د امارت په خزانه کې جمع شي.
دغه راز د زکات امر د ولسوالیو د زکات مسولینو ته د زکات راټولولو، د ولسونو سره د غوره چلند، عامه پوهاوی او ګڼو نورو برخو کې د روڼتیا او صله رحمي سپارښتني وکړي.
همدارنګه  د زکات امریت کارکوونکو د معلوماتو په اساس کوچې مالدارانو ددوي څخه د مالونو د پاللو، واکسینونو،  چنجیو ضد درملو، حیوانې خوراکې او نورو برخو کې د همکارۍ غوښټنې وکړې، چې دوی ته د هر راز همکاریو ډاډ ورکړل شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت