سږ کال د هېواد په کچه نږدې ۴۰۰ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي

user-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۹ - ۹:۳
سږ کال د هېواد په کچه نږدې ۴۰۰ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې ریاست د شمېرو له مخې، سږ کال د هېواد په کچه شاوخوا ۴۰۰ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي چې د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښيي.
د ترلاسه شويو شمېرو او معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۲ کال کې د وريجو تر کښت لاندې سیمې شاوخوا ١٢٩ زره هکتاره وه، چې د تېر کال په پرتله زياتوالى ښيي.
د کندز ولایت د ۱۲۵ زره او ۴۵ مټریک ټنو په تولید سره د هېواد په کچه تر ټولو لوړ تولید لري، ددې ترڅنګ تخار، بغلان او ننګرهار هغه ولایتونه دي چې د کښت او تولید تر ټولو زیاته مساحت لري. په ۱۴۰۲ کال کې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې شولې کرل شوي وو. 
د احصایې ریاست شمېرې ښيي، چې د هېواد د نفوسو پر بنسټ په ۱۴۰۲ کال کې د وريجو اړتیا ۶۴۷ زره مټریک ټنه او د کرنیز تخم مصرف یې ۱۳.۵ زره مټریک ټنه وه، چې په هېواد کې د وریجو ټوله اړتیا شاوخوا ۶۸۸.۵ زره مټریک ټنه ده.
شولې د سترو نباتاتو له ډلې څخه ده، چې ستراتیژیک ارزښت لري او په افغانستان کې د تغذیې له پلوه ډېر ارزښت لري، چې له غنمو وروسته د اساسي خوړو په توګه کارول کېږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د وریجو د وارداتو د کچې د راټیټولو لپاره زیاتې هلې ځلې کوي.

امسال نزدیک به ۴۰۰ هزار متریک تُن برنج در سطح کشور تولید شده است
۷ جدی ۱۴۰۲ هـ.ش
براساس آمار ریاست احصاییه وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در سال جاری حدود ۴۰۰ هزار متریک تُن برنج در سطح کشور تولید گردیده که به مقایسه سال گذشته افزایش را نشان می‌دهد.
به اساس ارقام و معلومات به‌دست آمده، ساحه تحت کشت شالی در سال ۱۴۰۲ حدود ۱۲۹ هزار هکتار بوده که به مقایسه سال گذشته افزایش را نشان می‌دهد.
ولایت کندز با تولید ۱۲۵ هزار ۴۵ متریک تُن بیشترین تولید را در سطح کشور داشته است، برعلاوه تخار، بغلان و ننگرهار از ولایاتی اند که بیشترین ساحه کشت و تولید را دارا می‌باشند، این نبات در سال ۱۴۰۲ در ۱۶ ولایت کشت بود.
آمارهای ریاست احصاییه نشان می‌دهد، که ضرورت مواد غذائی برنج به اساس نفوس کشور در سال ۱۴۰۲ مقدار ۶۴۷ هزار متریک تُن و مصارف تخم بذری مقدار ۱۳.۵ هزار متریک تُن بوده که مجموعا نیازمندی برنج در کشور حدود ۶۸۸.۵ هزار متریک تُن می‌باشد.
شالی از جمله نباتات عمده، استراتیژیک و از نگاه اهمیت غذائی ارزش بسزائی را در افغانستان دارد که بعد از گندم منحیث غذای اساسی مورد استفاده قرار می‌گیرد.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در سعی و تلاش بیشتر بوده تا تولیدات داخلی کشور را افزایش داده و واردات برنج را به حد اقل برساند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۰
Background image

د خوست د کرنې ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال د عوایدو راټولولو په برخه کې دویم مقام خپل کړ

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال په اوږدو کې د عوایدو راټولولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه تر لاسه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۸
Background image

د میدان وردګو جغتو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

 ۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت د جغتو ولسوالی یوشمېربزګران د غنمو د کرکیلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۳۵
Background image

د کندهار دکرنې ریاست او انسټو پوهنتون ترمنځ دګډې همکارۍ په پار ناسته وشوه

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرشید منیب او د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون رییس مولوی شبیراحمد. . .

بازگشت