د کندهار دکرنې رییس د کرنې د پراختیا صندوق له استازو سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۶ - ۱۳:۷
د کندهار دکرنې رییس د کرنې د پراختیا صندوق له استازو سره وکتل

۶ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی فضل الباري فضلي د کرنې د پراختیا صندوق استازي سره دهمغږۍ او راتلونکو کړنو په اړه ناسته ترسره کړه.
په یاده ناسته کی دکندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی فضل الباري فضلي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د کرنیزي پراختيا صندوق استازو حیات الله افغان او حکمت الله فاني ګډون درلود.
په دې غونډه کې د کندهار د کرنی، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی فضل الباري فضلي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د کرنیزي پراختيا صندوق له کړنو خوښې څرګند او د یاد صندوق د چارو د ښه والي په پار دوی ته لازمې سپارښتنې وکړې.
ورپسې د کرنې د پراختیا صندوق استازو په خپل وار د کندهار د کرنې ریاست سره د کرنې او مالدارۍ په برخه کې  خپل پلانونه شریک او د راتلونکوفعالیتو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
په همدې حال کې د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی فضل الباري فضلي دوی ته په ډاډ سره د کرنې رياست د بشپړې همکارۍ د ژمنې ترڅنګ وويل، چې هڅه وکړئ ترڅو ولسونو ته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې با ارزښته پروژې پلې کړئ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت