کندهار کې پر ۱۰۰۰ مالدارانو د څارویو د خوراکي توکي ووېشل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۱۵:۳
کندهار کې پر ۱۰۰۰ مالدارانو د څارویو د خوراکي توکي ووېشل شوې

۵ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «اف،جي،اې» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د لوړ شاولیکوټ ولسوالی پر ۱۰۰۰ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي او درمل وېشلي دي.
ددې مرستې په وېش غونډه کې د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی فضل الباري فضلي، د لوړ شاولیکوټ ولسوال حاجي عطاء محمد خالد، د حیواني روغتیا او مالدارۍ آمر حاجي محمد حامد او یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو حضور درلود.
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی فضل الباري فضلي له مرستندویو مؤسسو څخه مننه وکړه، چې ددې ولایت له بزګرانو او مالدارانو سره مرستې او همکارۍ کوي هغه پر ټولو کورنیو او بهرنیو مرستندویو مؤسسو غږ وکړ، چې اسلامي امارت دوی ته هر ډول اسانتیاوې برابري، ترڅو دوی اړ اړمنو بزګرانو او مالدارانو سره مرستې وکړي.
په همدې حال کې د «اف.جي.اې» مؤسسې ولایتي مسوول د کندهار دکرنې ریاست له چاراکو مننه وکړه، چې له دوی سره په هره برخه کې همکاري کوي.
د چارواکو په خبره ددې پروګرام په ترڅ کې هر مالدار ته د څارویو ۲۰۰ کیلوګرامه خوراکي توکي، د شفتلو درې کیلوګرامه تخم او درمل ورکول کېږي.
ددې مرستې موخه د بېوزله مالدارانو لاسنیوی او په ټوله کې په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت