د لغمان قرغیو کې د پنځو کرنیزو پروژو چارې روانې دي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۱۰:۴۱
د لغمان قرغیو کې د پنځو کرنیزو پروژو چارې روانې دي

۵ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چاراکي وایي، چې بزګرانو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار ددې ولایت د قرغیو په ولسوالی کې د پنځو کرنیزو پروژو چارې پیل شوي دي، چې رغنیزې چارې یې په چټکۍ روانې دي.
د لغمان دکرنې ریاست چاراکي وايي، چې دغه پروژې د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالی په پنځو کلیو کې د اکشن اېډ مؤسسې په همکارۍ پلي کېږي، چې په کې واړه بندونه، ګودر او استنادي دېوال جوړول شامل دي، چې په ترڅ کې یې د هرې کلي ۱۰۰ تنه اوسیدونکي په کار بوخت شوي دي.
ددغو پروژو د پلي کېدو موخه ددې ولایت دکرنې او مالدارۍ سکټور د دې او پراختیا ترڅنګ خلکو ته د کار زمینه برابرول او په ټوله کې د خوړو خوندیتوب رامنځته کول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت