ننګرهار کې د ځمکو غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۱۰:۳۳
ننګرهار کې د ځمکو غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه

د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی پر مهمو موضوعاتو غونډه وکړه.
په یاده غونډه کې، چې د ننګرهار د کرنې ادارې او تخنیکي پلاوي رییس مولوي عبدالستار محمد سربېره، د عدليی رییس، ښارجوړونې رییس، قبایلو او سرحداتو رییس، حج او قافو رییس، جلال ابادښاروالۍ مرستیال، قومنداني مرستیال ،استخباراتومرستیال، امارتي قضایاوو امر او د کدستر مسول ګډون کړي و. 
 غونډه کې د مومندرې ولسوالۍ ۲۹، ۳۰، ۳۱ ویالو د مستحقینو، تنګي توخچې او د ډبرو سکرو بسته بندۍ د ځمکو په ګډون د غصب اړوند ګڼو نورو مهمو موضوعاتو باندې لنډ بحث او رڼا واچول شوه.
دغه راز د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي  پریکړه وکړه، چې دمومندرې ولسوالی ۲۹، ۳۰، ۳۱ ویالې سیمي له نږدې ولیدل شي او د تخنیکي کسانو په مرسته د یادې سیمي سکیج، کروکې، حدود، حدفاصل او مساحت معلوم کړي، د تنګي توخچي موضوع دې مکتوبي د کرنې ریاست ته ولېږل شي.
دغه راز په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې دلعلپور ولسوالی د ډبروسکرود بسته بندۍ د ځمکې په تړاو دې د محکمي سره همغږي ترسره او موضوع په یو مرجع کې وڅېړل شي. 
په ورته وخت کې  د اداراتو او ولسي وګړو پر عرایضو بحث وشو او پر ډېرو برخو کې پرېکړه وشوه، ترڅو د عامه ملکیتونو دمینځه تللو مخنیوي وشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت