اروزګان کې د کرنیزو درمل پلورونکو شرکتو استازو سره د همغږۍ غونډه دائره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳ - ۱۵:۲
اروزګان کې د کرنیزو درمل پلورونکو شرکتو استازو سره د همغږۍ غونډه دائره شوه

۳ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست رییس مولوی عبدالمنان فاروقي به مشرۍ ددې ولایت د کرنیزو درمل پلورنکو شرکتونو له استازو سره د همغږۍ غونډه دائره شوه.
ددې غونډې په ترڅ کې د غونډې ګډونوالو پرېکړه وکړه، چې د یاد ولایت په کچه به د کرنیزو درمل پلورنکو لویه ټولنه جوړه شي، چې پر بنسټ یې کرنیز درمل پلورونکي شرکتونه خپلې چارې معیاري او په اصولو برابر پر مخ یوسي.
په همدې حال کې د اروزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست رییس مولوی عبدالمنان فاروقي د کرنیزو درمل پلورنکو شرکتونو استازو ته د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.
دغه راز د غونډې په ترڅ کې د اروزګان په ولایت کې د کرنیزو درمل پلورونکو شرکتونو استازو د اروزګان دکرنې ریاست له هلو ځلو څخه د مننې ترڅنګ ډاډ څرګند کړل، چې دکرنې ادارې په معیارونو برابر کروندګرو او مالداررانو ته چوپړتیاوې وړاندې کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت