کندهار کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی غونډه

user-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲ - ۱۵:۲۵
کندهار کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی غونډه


۲ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دکندهار ولایت د امارتي ځمکودغصب مخنیوی اوغصب شویوځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم د یاد تخنیکي پلاوی رییس مولوي فضل الباري فضلی په مشرۍ غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې دکندهار دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي فضل الباري فضلي لارښوونکې وینا ترڅنګ د پلي شویو چارو ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې، د یوشمېر عاریضونو عریضې او دوسیې و څېړل شول او ترڅنګ یې د ښاروالۍ ریاست د وړاندیز پر اساس د څلورمې ناحیې خوجک بابا په سیمه کې د نیمه دایروي پارک په سیمه کې د امارتي ریاستونو د پېرل شویو ځمکو اړوند خبرې اترې وشوې. دغه راز په دې غونډه کې د ارغستان ولسوالی د باکازو او سندروزو د کلیو ترمنځ د رود پر سر پر رامنځته شوې شخړې هم خبرې وشوې او همداراز د دامان ولسوالی د کاریز په سیمه کې د معلمینو د ښارګوټي اړوند پر ۱۵۰۰ جریبه امارتي ځمکې هم خبرې او د نظرونه تبادله وشوه. 
وروستیو کي تخنیکي پلاوي د لسګونو مراجعینو املاکي ستونزې په مخامخ ډول واورېدې او د ستونزو د حل په برخه کې یې لازم اجرائت ترسره شول.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت