اروزګان کې لسګونه بڼوال وروزل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۹ - ۱۱:۲
اروزګان کې لسګونه بڼوال وروزل شول

٢۹ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کوارا مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت په مرکز ترینکوټ، خاص اروزګان، چورې او دهراود ولسوالیو کې لسګونه بڼوال روزل شوي دي.
د اروزګان دکرنې ریاست د چارواکو په خبره په دغو روزنیزو برنامو کې د اروزګان د مرکز ترینکوټ ۹۲ بڼوالو، د خاص اروزګان ۹۳، د چورې ولسوالی ۹۴ او د دهراود ولسوالی ۹۴ بڼوال روزل شوي دي.
ددې روزنیزو پروګرامونو په ترڅ کې بڼوالو ته د عصري بڼوالۍ په هکله د روزنې ترڅنګ د دوی د اقتصادي ودې په پار پر دوی نغدې پیسې هم وېشل شوي دي.
ددې پروګرام د پلي کولو موخه د بڼوالو وړتیاوې لوړول او په ټوله کې ددې ولایت د بڼوالۍ ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د پروژې د لومړي فاز د سپارلو په موخه غونډه ترسره شوه


چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د لومړي فاز د سپارلو په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د چارو ادارې لوی ریاست او د ملي پراختیا شرکت د مسؤلینو ګډه غونډه د کرنې وزارت په مقر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۰
Background image

ننګرهار کې ۴۲۰ کورنیو ته د مرخیړیو د تولید وسایل ووېشل شول

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن ایډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او»په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۴۶
Background image

د خوست قومي مشرانو سره د عشر راټولولو پروسې د ښه تنظیم په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د عشر او زکات آمریتونو د خپلو دوامدارو هڅو په لړ کې، دا ځل د مرکز شمل حسن کوټ سیمه کې د عشر او. . .

بازگشت