د ننگرهار کانال کې د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار هڅې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۹ - ۱۰:۱۷
د ننگرهار کانال کې د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار هڅې

٢۹ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې ریاست اړوند غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په پآر یې هڅې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام د یاد ریاست اړوند د درېیم فارم ۲۵ مې ویالې سیمه کې ۱۱ جریبه چې ځمکې غصب شوي و، له غصبه خلاصه شوه.
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې د کانال په هر فارم او هر ځای کې چې غېرمسوول اشخاص پراته دي، ټولوته مو له وړاندې د بېلابېلو لارو خبرتیاوي ورکړي چې د کانال یادې ځمکې پرېږدي، هغوی چې پرې کورونه او مېنې ابادې کړي د پلان سره سم به يې کورونه ړنګ او یادې سیمې به  ترې تخلیه شي.
د یادونې ده چې د ننګرهار کانال اړوند نږدې رزګونه جریبه ځمکه غصب شوي دي، چې  په تېر شاوخوا یوه کال کې د ننګرهارکانال شرکت له خوا سلګونه جریبه ځمکه بېرته را ګرځول شوي دي او دا کمپاین په چټکۍ سره روان دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت