د قوشتيپې کانال شاوخوا ځمکو څخه د غوره ګټې اخیستنې په پار دکرنې په وزارت کې غونډه دائره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۶ - ۱۰:۳۹
د قوشتيپې کانال شاوخوا ځمکو څخه د غوره ګټې اخیستنې په پار دکرنې په وزارت کې غونډه دائره شوه

٢۶ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د قوشتيپې کانال شاوخوا ځمکو څخه د غوره ګټې اخیستنې په پار د مالیې، اوبو او انرژۍ، ښار او کور جوړونې، د چارو ادارې او د ملي پراختیا شرکت د چارواکو په شتون کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې غونډه دائره شوه.
دغه غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ او د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، د ځمکو چارو لوی رییس مولوی محمود مظلوم، دکرنې وزارت د رییسانو، سلاکارانو، د اوبولګولو، خاورې پېژندنې او اقتصادي کارپوهانو او د مالیې، اوبو او انرژۍ، ښار او کور جوړونې وزارتونو، د چارو ادارې او د ملي پراختیا شرکت د استازو په کډون جوړه شوې وه، چې په کې د قوشتېپې کانال له اوبو څخه د اغېزمنې استفادې د څرنګوالي په اړه خبرې اترې وشوې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري ددې غونډې موخه د هېوادوالو د منفعت په پار د قوشتېپې کانال څخه د غوره ګټې اخیستنې په موخه د طرحې جوړول وبلل او زیاته یې کړه:«نننۍ غونډه ددې لپاره جوړه شوې ده، چې ټول په ګډه سلا مشورې وکړو، ترڅو د قوش تېپې کانال څخه د ګټې اخیستنې په پار بشپړه طرحه تدوین شي، په دې طرحه کې دکرنیزو، سوداګریزو، صنعتي، مالدارۍ، بڼوالۍ، کارخونو او هستوګنیزو سیمو د جلا کېدو نقشه باید شامل شي، ترڅو د کانال د کار له بشپړیدو وروسته په اغیزمنه توګه وکارول شي.»
په ورته وخت کې  د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د قوشتېپې کانال پروژه یوه لویه ملي پانګه وبلله او زیاته یې کړه: «د قوش تېپې کانال پروژه زموږ د هېواد له ملي پانګو څخه یوه ده، چې که هره چاره یې د پلان پراساس او منظم پرمخ ولاړ شي اغېزمنتیا به یې لا زیاته وي، له همدې امله اړتیا ده، چې د پلان له مخې برېښنایي سیسټمونه، تاسیسات، تحکیمات او ګاز یې په طرحه کې تنظیم شي، تر څو په راتلونکي کې له ستونزو سره مخ نه شو.»
د غونډې په ترڅ کې ګډونوالو د ځمکې د اجارې، د کانال په شاوخوا کې د اوبو او ځمکې څخه د اغېزمنې استفادې، د پروژې د چارو د پرمختګ، د باد ماتوونکو د جوړولو، د بوټو د کرلو په اړه د څېړنې، پر خاورې او اقلیم د څېړنې او د اداراتو پر مسوولیتونو خبرې اترې وکړې او خپل نظرونه شریک کړل.
د غونډې په پای کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ یوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې پر دې موضوع کار وکړي او د اړتیا په صورت کې دې سیمې ته انجنیران واستوي، ترڅو په ګډه پرې کار وشي.

جلسه‌ای به منظور استفاده بهتر از زمین‌های اطراف کانال قوش‌تپه در وزارت زراعت برگزار شد
۲۶ قوس ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه‌ای در وزرات زراعت، آبیاری و مالداری به منظور استفاده بهتر از آب و زمین‌های اطراف کانال قوش تپه با حضور مسوولان وزارت‌های مالیه، انرژی و آب، شهرسازی و مسکن، اداره امور و شرکت انکشاف ملی دایر شد.
این جلسه  به رهبری مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، مولوی محمود مظلوم رئیس ریاست اراضی، روساء، مشاوران، متخصصان آبیاری، خاک‌شناسی  و اقتصادی وزارت زراعت و نماینده‌گانی از وزارت‌های مالیه، انرژی و آب، شهرسازی و مسکن، اداره امور و شرکت انکشاف ملی دایر شد و در آن در مورد چگونگی استفاده موثر از آب کانال‌ قوش‌تپه بحث گردید.
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری هدف از برگزاری جلسه ترتیب طرحی جهت  چگونگی استفاده موثر از کانال قوش‌تپه در جهت منفعت بیشتر برای مردم عنوان کرده افزود" مجلس امروز به این منظور دایر شده که همه مشوره نمائیم تا طرح جامع برای استفاده از کانال قوش‌تپه تدوین شود، در این طرح نقشه‌ای راه برای تفکیک ساحات زراعتی، تجارتی، صنعتی، مالداری، باغداری، کارخانه‌ها و مناطق رهایشی گنجانیده شود تا پس از تکمیل کار کانال از آن استفاده موثر شود".
در همین حال مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری از  پروژه کانال قوش‌تپه منحیث سرمایه‌های کلان ملی  یاید کرده افزود" پروژه کانال قوش تپه اس سرمایه های ملی کشور ما است که  اگر هر کار آن مطابق نقشه، پلان و منظم پیش رود موثریت آن بیشتر خواهد بود، بناء نیاز است سیستم‌های برق، تاسیسات، تحکیمات و گاز آن روی طرح جور شود تا در آینده به مشکل مواجه نشویم".
در جریان مجلس حاضران پیرامون اجاره‌دهی زمین، استفاده موثر از آب و زمین‌های اطراف کانال، پیشرفت کار پروژه، احداث باد شکن‌ها، تحقیق روی کشت کدام نوع نبات، تحقیق روی خاک، اقلیم، مسوولیت‌های ادارات صحبت گردید و حاضران نظریات خویش را شریک ساختند.
در اخیر مجلس وزیر زراعت کمیته‌ای را به سرپرستی  مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وظیفه داد که روی این موضوع کار نموده و در صورت نیاز انجینران را به ساحه اعزام نماید و روی این مسله کار نمایند تا مشترک پیرامون آن کار شود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۰:۳۴
Background image

شنې خونې د کندهار د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا په پار نوی فرصت؛ ۱۰۰ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یو.ان.ډي.پي»په مالي ملاتړ، د کندهار ښار او ۱۲. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۵۱
Background image

د میدان وردګو په دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په دوو ولسوالیو جغتو او سید آباد کې د همکارو مؤسسو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۲۰
Background image

د ننګرهار بټي کوټ کې د ١.٨ میلیونه افغانیو په لګښت د یو زابر د کېندلو چارې پیل شوې

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یو میلیون ،٨٤٧ زره او ٦٠٠ افغانیو پراختیایي بودیجې په مرسته د ننګرهار د  بټي کوټ ولسوالی د چهاردهي په. . .

بازگشت