د کرنې وزیر د رئیس الوزرا له سیاسي مرستیال سره وکتل

user-admin
جمعه ۱۴۰۲/۹/۲۴ - ۱۲:۵۶
دیدار وزیر زراعت با معاون سیاسی رئیس الوزرا


٢٤ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
٢ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روغتیایي حالت له ښه کېدو وروسته له هغه سره په کتنه کې د کرنې په سکټور کې د خپلو فعالیتونو راپور ورته وړاندې کړ.
د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر چې له څه مودې راهیسې د ورپېښې ناروغۍ له امله تر درملنې لاندې و، د روغتیا له ښه کېدو وروسته بېرته خپل دفتر ته راستون او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري او د افغانستان د اسلامي امارت د کابینې یو شمیر غړو سره دکتنې په ترڅ کې د دوی د فعالیتونو او کارونو راپور واورېد.
په دې کتنه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د کرنې په سکتور کې د وروستیو کړنو او بدلونونو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات وړاندې او د ځینو چارو د پرمخ بیولو لپاره د لازمو سپارښتنو غوښتنه وکړه.

دیدار وزیر زراعت با معاون سیاسی رئیس الوزرا 
۲۴ قوس ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری پس از بهبود وضعیت صحی مولوی عبدالکبیر معاون سیاسی ریاست الوزرا امارت اسلامی افغانستان با موصوف دیدار کرده و گزارش کارکردهایش را در سکتور زراعت ارایه کرد.
مولوی عبدالکبیری معاون سیاسی رئیس الوزراء امارت اسلامی افغانستان که به دلیل بیماری برای مدتی تحت تداوی قرار داشت پس از بهبود وضعیت صحی‌اش دوباره به دفتر کارش برگشته و با مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و شماری از اعضای کابینه امارت اسلامی افغانستان دیدار کرده و گزارش فعالیت‌ و کار کردهای شان را استماع نمود.
مولوی عطاء الله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در این دیدار آخرین کارکردها و تغییرات در سکتور زراعت را به معاون سیاسی رئیس الوزراء بیان کرده و خواستار هدایات لازم در پیش‌برد پاره‌ای از امور شد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت