د پکتیکا ارګون کې د زامې کلي دولتي بڼ بیارغول کېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۳ - ۹:۸
د پکتیکا ارګون کې د زامې کلي دولتي بڼ بیارغول کېږي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د ارګون ولسوالی اړوند د زامې کلي دولتي بڼ بیارغولو په پار یې هلې ځلې پیل کړي، چې په ترڅ کې یې ددې ریاست یو پلاوی دیاد بڼ د بیارغونې په پار له دې بڼ څخه لیدنه وکړه.
د ارګون ولسوالی د زامې دولتي بڼ د ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال د جرمنیانو له خوا په ۳۰ جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده، چې یوه خونه او دوه حضونه یې درلودل، چې د زینتي بوټو او ونو په درلودلو سره د سیمې د اوسیدونکو د ځانګړې پاملرنې لامل شوې وه. 
یاد بڼ چې په طبیعي ډول له غره څخه خړوبېده، خو اوس یې اوبه وچه او ورته برمه کېندل شوې او ترڅنګ یې د احاطې دېوال هم رغول شوي دي. ددې بڼ زینتي ونې پرې او پرځآی یې مېوه لرونکي ونې اېښودل شوي دي.
د یاد بڼ د ونو او بوټو د ساتنې خوندیتوب او خړوبولو په پار د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هوډ لري، چې یاد بڼ ته ځانګړې پاملرنه وکړي او ددې بڼ شته ستونزې هوارې کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت