د کندهار دکرنې رییس: د خلکو ستونزو ته پروخت رسېدنه وکړئ

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۲ - ۱۰:۱۵
د کندهار دکرنې رییس: د خلکو ستونزو ته پروخت رسېدنه وکړئ

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۳۰جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
دکندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی فضل الباري فضلي ددې ریاست له آمرینو او مدیرانو سره په کتنه کې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
دغه غونډه چې دکندهار دکرنې ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه په کې د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی فضل الباري فضلي، ددې ریاست آمرینو، عمومي مدیرانو او یوشمېر کارکوونکو برخه اخيستې وه.
په دې غونډه کې د کندهار دکرنې رییس مولوی فضل الباري فضلي ددې ادارې کارکوونکو ته وویل: «کوم امانت او مسوولیت، چې تاسو ته د سپارل شوې ده، په سمه توګه یې ترسره کړئ، د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړئ، سلا مشورې وکړئ او د ستونزو حل لپاره حل لاره پیدا کړئ.» 
ښاغلی فضلي دکندهار دکرنې ریاست آمرینو او مدیرانو ته په خطاب کې وویل، چې د چارو د لا ښه پرمختګ لپاره باید یوبل سره ښې اړیکې وپالي او د ستونزو دحل لپاره یوبل سره غونډې دائرې او چارې په پوره همغږي مخته یوسي.
په دغه غونډه کې دغه راز پر یوشمېر نورو موضوعاتو د بحث ترڅنګ د غونډې د کډونوالو ستونزې او وړاندیزونه هم واورېدل شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت