د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې له پلاوی سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۲ - ۱۰:۷
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې له پلاوی سره وکتل

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۳۰جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې له پلاوي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
 په دې کتنه کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني  دټولو ادارو او مؤسسو له هغو پروژو چې دافغانستان دخلکو په ژوند کې دمثبت بدلون راوستلو لپاره کار کوی دملاتړ په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې داسلامي امارت په راتګ سره د کوکنارو کښت په ټپه درېدلی او خلک مشروع کښت ته مخه کړي دي. هغه وویل اړتیا ده، چې نړیوالې مؤسسې دې له افغان کروندګرو سره مرسته وکړي څو هغوی لا زیات مجاز کرکیلې ته وهڅوي.
په همدې حال کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال له بزګرانو سره د لا زیاتو مرستو په موخه د دغه ادارې د اوږدمهاله پلانونو او پروګرامونو په اړه خبرې وکړې.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د څېړنې د پروګرام مشرې فاطمه اوشود افغانستان ته د خپل سفر موخه څرګنده کړه او ويې ويل، چې د سفر موخه یې د کرنې په برخه کې د ملګرو ملتونو د پلي شويو او روانو پروژو څارنه او کتنه ده.
په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال سلاکار مولوي طالب جان ذکي، د کرنې وزارت د بديل معشيت رييس عبدالخالق محجوب، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې د څېړنيزو پروګرامونو مسوول همايون شهيم، د یادې ادارې د همغږۍ کارپوه ډاکټر حیدر اکرامي او د کرنې او مالدارۍ معینیت یو شمېر سلاکارانو او کارپوهانو هم حضور درلود.


دیدار معین زراعت و مالداری با هیئت دفتر مقابله با مواد مخدر و جرم سازمان ملل متحد
۲۲ قوس ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امروز در دفتر کارش با هیئت دفتر مبارزه با مواد مخدر و جرم سازمان ملل متحد ملاقات کرد.
در این دیدار  مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری در مورد حمایت از هرنوع پروژه‌های سازمان‌های که برای آوردن تغییر مثبت در زندگی مردم افغانستان کار می‌نمایند سخن زده  و  تاکید کرد که با آمدن امارت اسلامی کشت کوکنار بند شده و مردم به کشت مشروع رو آورده‌اند و نیاز است نهادهای بین‌المللی برای دهقانان افغانستان کمک نمایند تا بیشتر برای کشت مجاز تشویق شوند. 
از سوی دیگر معین زراعت و مالداری از پلان‌ها و برنامه‌های طولانی مدت این اداره برای کمک‌های بیشتر به دهقانان صحبت نمود.
در همین حال  فاطمه اوشود مسوول پروگرام تحقیق مبارزه با مواد مخدر سازمان ملل هدف سفر شان را به افغانستان بیان کرد و اظهار داشت که از پروژه‌های تطبیق شده و در حال تطبیق سازمان ملل در بخش زراعت نظارت و بررسی می‌نمایند.
در این دیدار مولوی طالب جان ذکی مشاور معین زراعت و مالداری، عبدالخالق محجوب رئیس معیشیت بدیل وزارت زراعت، همایون شهیم مدیر برنامه‌های سازمان تحقیق مبارزه با مواد مخدر، داکتر حیدر اکرامی کارشناس هماهنگی این سازمان و تعدادی از مشاوران و متخصصن معینیت زراعت و مالداری حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت