هلمند کې لسګونه د شاتو مچیو فارم لرونکي وروزل شول 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۱۴:۴۳

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۹جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت کارکوونکو لخوا ١٥٠ تنه د شاتو مچیو هغه فارم لرونکي وروزل شول، چې د کرنې ریاست سره یې فارمونه ثبت او راجستر دي.
 ددغه روزنیز پروګرام په لړ کې فارم لرونکو  ته دمچيو ښې روزنې،  تغذیې، تکثير او ډېرولو، د ژمي سړې هوا په مقابل کې د مچيو محفوظه ساتنې،  د شاتو توليد او معياري پروسس کولو  او بازار ته د وړاندې کولو په برخه کې زده کړې ورکول شوې.
هلمند کې د شاتو مچیو روزنې کاروبار  ښه شوی دی، چې دا مهال سلګونه کسان پکې په کار بوخت دي او له همدې لارې خپله حلاله نفقه لاسته راوړي.
تیرو څو کلونو کې دهلمند ولایت کرنې، ریاست لخوا ګڼ شمېر بزګرو ته د شاتو مچیو فارمونه جوړ شوي دي، چې د هرکال په تېرېدو سره یې مچۍ او د شاتو تولید په زیاتېدو دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت