د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پارهڅې؛ پکتیکا کې ۲۸۰ اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړ شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۱۰:۵۵
د  پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو ددې ولایت د چهاربران په ولسوالی کې د «اسیا کې د ټولنیزو خدمتونو نړیوالې مؤسسې» په همکارۍ ۲۸۰ تنو هغه مېرمنو  ته چې د کورنۍ د ګټي وټې مسولیت ور تر غاړي دي د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار دوی ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول. 

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۹جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د  پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو ددې ولایت د چهاربران په ولسوالی کې د «اسیا کې د ټولنیزو خدمتونو نړیوالې مؤسسې» په همکارۍ ۲۸۰ تنو هغه مېرمنو  ته چې د کورنۍ د ګټي وټې مسولیت ور تر غاړي دي د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار دوی ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول. 
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی شېرمحمد ذبیح په خبره هرې ګټي اخیستونکې  ته ۳۰ قطعې کورني چرګان،۱۵۰  کیلو د چرګانو دانه او ۶۲۰۰ افغانۍ نغدې پیسې ورکړل شوي دي   .
د پکتیکا دکرنې رییس وویل، چې د چرګانو د ورکړي موخه دا ده ترڅو په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه هم برابره شي؛  ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو،  ناروغیو مخنیوي  د واکسینونو تطبیق کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په نندارتون کې د څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
په کابل کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د نړۍوال نندارتون له پای ته رسېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، خان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له لوري د تخار د کرنې ریاست د فعالیتونو ارزونه

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست. . .

بازگشت