د هلمند مارجه کې یوشمېر بزګران وروزل شول 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۰ - ۱۰:۱۷
د هلمند مارجه کې یوشمېر بزګران وروزل شول 

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۸جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د مارجې ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت له لوري د بشري خیریه مؤسسې په همکارئ سلګونه بزګرو ته روزنه ورکړل شوه. 
دغو بزګرو ته چې له وړاندې ورته د کرنې ریاست له لوري اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي، د یادو تخمونو د کرنې، روزنې، د کیمیاوي سرې کارونې او د غنمو په کروندو کې د نباتي ناروغیو مخنیوی په برخه کې زده کړې ورکړل شوي دي.
دهلمند ولایت د کرنې ریاست هڅه کوي، چې بزګر د اصلاح شویو تخمونو پر ارزښت، په نوې بڼه د کرنې په لارو چارو او همدارنګه د ښو حاصلاتو د ترلاسه کولو په برخه کې د مسلکي کارکونکو په مټ وپوهوي چې دغه لړۍ به نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت