د ۱۴۰۳م مالي کال د بودیجې د طرحې ترتیب او اړتیا ارزونې په پار غونډه دائره شوه

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۰ - ۸:۴۷
د ۱۴۰۳م مالي کال د بودیجې د طرحې ترتیب او اړتیا ارزونې په پار غونډه دائره شوه


۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۷جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر  مولوی عطاء الله عمري په مشرۍ د کرنې په وزارت کې د ۱۴۰۳م مالي کال د بودیجې د طرحې ترتیب او اړتیا ارزونې په پار غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د وړاندیز شوې بودیجې د موضوعاتو او فکټورونو پر ارزونې، د عادي بودیجې د وړاندیز شویو مواردو، پراختیايي بودیجې، روانو پروژو، نویو پروژو، د روان کال د پروژو د بشپړېدو او د نوي مالي کال لپاره پر اقداماتو او وړاندیزونو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.
په دې غونډه کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري وویل: «د کرنې وزارت یو له مهمو او کلیدي وزارتونو څخه دی، هر ریاست باید په پروژو کار وکړي او خپل کاري اډانه مشخص کړي، لومړی پر هغو چارو او پروژو چې په عاجله توګه ورته اړتیا وي، کار وکړئ. وروسته نوې پرمختیایي پروژې په پام کې ونیسئ.»
د دې تر څنګ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر د سږني کال د پروژو پر بشپړېدو ټینګار وکړ او ویې ویل: «د روان کال د پروژو په بشپړېدو سره سم د مالیې وزارت د معیارونو او دکرنې وزارت د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د نوي مالي کال بودیجه باید روښانه او د مالي کال اړتیاوې  باید پوره وي.»
د کرنې وزارت رهبري په پام کې لري، چې په مرکز او ولایتونو کې د بېلابېلو پروژو په ځانګړي ډول د اوبولګولو، بڼوالۍ، کرنې، مالدارۍ او طبیعي سرچینو په برخه کې د پروژو په پلي کولو سره بزګرانو او مالدارانو ته غوره چوپړتیاوې وړاندې کړي.

جلسه به منظور نیاز سنجی و ترتیب طرح بودیجه سال مالی ۱۴۰۳ برگزار شد
۱۹ قوس ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه به رهبری  مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری به منظور نیاز سنجی و ترتیب طرح ساخت بودیجه سال مالی ۱۴۰۳ در وزارت زراعت برگزار گردید.
در این جلسه، روی موضوعات  و فکتورهای ارزیابی بودیجه پیشنهادی، موارد پیشنهادی بودیجه عادی، بودیجه انکشافی، پروژه‌های جاری، پروژه‌های جدید، تکمیل پروژه‌های سال جاری و اقدامات و پیشنهادات برای سال مالی جدید بحث تبادل نظر صورت گرفت.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت در این جلسه گفت:" وزارت زراعت یکی از وزارت‌ها کلیدی و اساسی می‌باشد، هر ریاست باید روی پروژه‌های کار کنند و  چارچوب کارهای خود را مشخص بسازند، در نخست کارها و پروژه‌های که نیاز مبرم است در نظر گرفته شود بعد پروژه‌های انکشافی جدید".
در کنار این وزیر زراعت آبیاری و مالداری به تکمیل ساختن پروژه‌های سال جاری تاکید کرد گفت:" هم‌زمان با تکمیل‌سازی پروژه‌های سال جاری با نظر گرفتن معیارات وزارت مالیه و اولویت‌های وزارت زراعت بودیجه سال مالی جدید مشخص و باید نیازهای سال مالی کامل باشد".
رهبری وزارت زراعت در نظر دارد با تطبیق پروژه‌های مختلف به ویژه آبیاری، باغداری، زراعتی، مالداری و منابع طبیعی در مرکز و ولایات خدمات بیشتر و بهتری را برای دهقانان و مالداران ارایه نمایند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت