هلمند کې د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۱۵:۷
هلمند کې د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي


١۹ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د سوېل لویدیځ زون د تصدیق ورکولو آمریت مسلکي کارکوونکو لخوا د اصلاح شویو تخمونو د لابراتواري ازموینې اړوند ننداریزې قطعې جوړېږي.
په دغو ننداریزو کروندو کې د غنمو  اصلاح شویو تخمونو  نږدې ٢٨٠ نمونې کرل کېږي، چې پکې مورني، بنیادي او تصدیقي تخمونه شامل دي.
پر یادو تخمونو به د کرنې له پیل څخه بیا د حاصلاتو تر اخیستنې پورې په بېلابېلو مرحلو کې څېړنې او ارزونې ترسره شي، چې په پایله کې به یې ددې ولایت د خاورې، اوبو او هوا سره ښه توافق لرونکي او د لوړو حاصلاتو ورکونکې نمونې په نښه او په راتلونکي کې به د دودولو او زیاتولو په پار تر عامو بزګرو پورې ورسول شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

بازگشت