د کندهار دکرنې رییس معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۱۱:۶
د کندهار دکرنې رییس معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

١۹ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په ریاست کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې مولوی فضل الباري فضلي دکندهار دکرنې ریاست د نوي رییس په توګه ددې ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل.
د کندهار مرستیال والي مولوی حیات الله مبارک، دکرنې وزارت د ځمکو ادارې لوی رییس محمود مظلوم، د کندهار ښاروال حاجي نعمت الله حسن، د مستوفیت رییس ملا حمت الله اخند، د حج اوقافو رییس شیخ مولوی عبدالبصیر فائز او یوشمېر نورو چارواکو د نوموړي په پېژند غونډه کې ګډون کړي ؤ.
د کندهار مرستیال والي ددغه ریاست د پخواني رئییس مولوي محمود مظلوم ترسره کړي فعالیتونه وستایل او مننه يې ورڅخه وکړه، چې د کندهار ولس ته يې په خپل مسئولیت کي ډېر کار وکړ. نوموړي نوي ټاکل شوي رییس ته په چارو کي د بریالیتوب هیله وکړه او ترڅنګ يې د ولایتي ادارې له اړخه د هراز همکاریو ډاډ ورکړ. 
ښاغلي مبارک خدمت ته په اشاره وویل؛ مسؤلین او مجاهدین باید د ولس سره نرم چلند ولري، کار ورته وکړي او د ولس د هوسایني لپاره د هېڅ ډول خدمت څخه ځان دریغ نکړي؛ ځکه همدا د اسلامي امارت یو دریځ دی. 
مرستیال والي تر خپلو څرګندونو وروسته د نوي ټاکل سوي رییس اړوند د عالیقدر امیرالمومنین شیخ صاحب حفظه الله حکم د غونډې ګډونوالو ته ولوست.
په ورته وخت کي د کندهار د عدلیې رییس شیخ مولوي فضل الحق صاحب او د  کندهار د ارشاد، حج او اوقاف رییس شیخ مولوي عبدالبصیر فائز اطاعت ته په اشاره وویل؛ د اسلامي امارت ټول مسؤلین او مجاهدین داسي اشخاص دي، چي د بدلون او تبدیل په برخه کي د مشرانو هري پریکړې ته لبېک وايي او په ورین تندي لوی او کوچني مسؤلیتونه مني.
په همدې حال کې د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لپاره نوي ټاکل شوی رییس مولوي فضل الباري فضلي وویل؛ چې د اسلامي امارت د مشرتابه هرې پریکړې ته چمتو دی. نوموړی کندهار کي د کرني او مالدارۍ په برخه کي د بشپړو هڅو ژمنه وکړه.
 بل لور بیا ددغه ریاست پخوانی رییس او د ځمکو ادارې ریاست اوسني رییس مولوي محمود مظلوم د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ټولو کارکوونکو څخه ځانګړې مننه وکړه، چې په تېر کي يې د چارو پرمخ وړلو کي ورسره ډېره همکاري کړې او له ټولو يې بیا هم غوښتنه وکړه، چي له نوي رییس سره د توان پر اساس همکاري وکړي.
د يادونې وړ ده، چې مولوي فضل الباري فضلي تر دې وړاندې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه دنده ترسره کوله او د اميرالمؤمنين حفظ الله د فرمان له مخې په دې دنده ګومارل شوی دی.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د پنجوايي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

د پاکستان قاچاقي څارویو په وړاندې د بریالي هڅو په دوام؛ دا ځل د ۷۳ مېښو د قاچاق مخه نیول شوې

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې یو ځل بیا په سپین بولدک ولسوالی کې د ویښو او بیداره مجاهدینو له لوري د ۷۳ سره مېښو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

بازگشت