د ځمکو ادارې د نوي رییس په مشرۍ لومړنی غونډه ترسره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۱۰:۷
د ځمکو ادارې د نوي رییس په مشرۍ لومړنی غونډه ترسره شوه

 د کرنې، اوبولګولو، او مالدارۍ وزارت د ځمکو ادارې نوي رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې، ددې ادارې د جیودیزي او کدستر عمومي رياست، د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت ریاست، د ځمکو د انتقال او وېش رياست، د ارزونې او استملاک ریاست، د تصفيې ریاست، د ستونزو د حل ریاست، د جیودیزي او علامه ګذاری ریاست، د استملاکي پروژو د همغږۍ ریاست، د کارتوګرافۍ رياست، د فوتوګرامترۍ ریاست، د مېتادیتا رياست مسوولين او د دغه ادارې يو شمېر سلاکارانو هم ګډون درلود. 
په پيل کې د ځمکو ادارې  ییس مولوي محمود مظلوم د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د دغه ریاست په څو مهمو برخو لکه؛ د اراضۍ ریاست فعال، د ترمیم وړ او ورک شوي نقلیه وسايطو.  په آرشيف کې د کدستر په برخه کې شته اسناد او په ډیپوګانو کې د جنسي مديريت پورې مربوطه وسايل، د اراضۍ ریاست اړوند ملکيت چې نورو ادارو ته انتقال شوي او  پخواني او نوي کارکوونکي چې په دې ریاست کې له پخوا او نوي ګمارل شوي په اړه د معلوماتو غوښتنه وکړه. 
د اراضۍ ریاست رییس ټولو مسوولينو ته لارښوونه وکړه تر څو په دې اړه دې کميټې جوړې او دا موضوع د په جدي توګه تعقيب کړي. 
نوموړي د رياستونو له مسوولينو څخه وغوښتل، چې د خپلو څانګو کارکوونکو ته لترښونه وکړي تر څو په خپل وخت خپلو دندو ته حاضر، په خپلو دندو کې له اخلاص او صداقت څخه کار واخلي، له مراجعینو سره ښه چلند وکړي او خپلو دندو ته په پوره توګه متوجه شي. 
په پای کې د ځمکو ادارې د مختلفو څانګو مسوولينو د دغه ادارې د مشر د خبرو اورېدو وروسته د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت