دخرماوو حاصلاتو زیاتوالي په پار هڅې؛ هلمند کې د خرماوو نوې بڼونه جوړ شوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۹:۵۹
دخرماوو حاصلاتو زیاتوالي په پار هڅې؛ هلمند کې د خرماوو نوې بڼونه جوړ شوي

١۵ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې یې د خرماوو د حاصلاتو زیاتوالي په پار د هلمند ولایت په مرکز او یوشمېر ولسوالیو کې د کرنې وزارت د پراختیا یي بودیجې له لارې د خرماوو لس جریبه نوې بڼونه جوړ کړي دي. 
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د خرماوو بڼونه جوړ شوي دي، چې د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته لس جریبه نور بڼونه هم جوړشول، چې څو ډوله خرما په کې شتون لري.
د هلمند دکرنې ریاست مسوولینو دغو بڼونو څخه د لیدنې په ترڅ کې اړونده بزګرو ته د خرماوو د بڼونو ښې روزنې او پالنې سپارښتنې وکړې او ترڅنګ یې بڼوالو ته لازمې مشورې هم ورکړل شوي دي.
خرما په هلمند کې ښې پایلې ورکوي. خرما هغه نبات دی، چې په شګمنو ځمکو کې ښه وده کوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۹
Background image

د هلمند څېړنیزو فارمونو کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، ددې ولایت د څېړنیزو فارمونو مسلکي انجنیرانو له لوري ددې ولایت دکرنې او مالدارۍ برخې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۲۹
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې کروندګرو ته د نباتي افتونو د مخنیوي عملي روزنه ورکړل شوه

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو امریت د بوټوساتنې او قرنطین لوی مدیریت مسلکي کارکوونکو د خپلو دوامداره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۳
Background image

فاریاب ته د ازبېکستاني پلاوي سفر او د افغان-ازبېک بڼ څځه لیدنه

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ازبېکستان د کرنې مرستیال وزیر ابدذکروف جمشید په مشرۍ د ازبېکستان یو پلاوی، چې افغانستان ته په رسمي سفر راغلی و، د فاریاب ولایت د خان‌چارباغ. . .

بازگشت