اروزګان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۵:۳۱
اروزګان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه


١۴ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
اروزګان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د اروزګان دکرنې رييس الحاج مولوی عبدالصمد مقبول په مشرۍ غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د اروزګان دکرنې رييس او د کمېټې مشر الحاج مولوي عبدالصمد مقبول لارښوونکې وينا ويلو ترڅنګ د تېرې غونډي دپريکړو دتطبيق ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې دی یوشمېر اشخاصو ترمنځ حقوقي دوسيې، وڅېړل شول او په هکله یې لازمې پرېکړې وشوې.
دغه راز د غونډې په ترڅ کې پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې او د عاریضونو دوسیې او ستونزې وڅېړل شول.
بايد وويل شي، چې د اروزګان ولايت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولايت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نيولي او ترڅنګ يې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۱:۶
Background image

لغمان کې د څلور میلیونه افغانیو په ارزښت د شېدو پروسس مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

١۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پراختیایي بودیجې له لارې، د دې ولایت د قرغیو ولسوالی په مربوطاتو کې دڅلور میلیونه افغانیو په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۱:۵
Background image

د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ختیځ لبنیاتو فابریکي څخه لیدنه وکړه

١۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ پلاوي په ننګرهار کې د ختیځ لبنیاتو فابریکي څخه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۹:۲۴
Background image

د کرنې وزارت مرستیال د ایران د اوبو لګولو د نوې ټکنالوژۍ او تجهیزاتو په نندارتون کې ګډون وکړ

١۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا او د کرنې او اوبو لګولو په برخه کې د نوو تجربو د ترلاسه کولو په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د. . .

بازگشت